ایکنا خبری اژانس د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ، دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان نن په یولړ څرګندونو کې د دې په بيانولو سره چې مونږ د ديارلسم حکومت د بهرني سياست د بنيادي جوړولو لپاره د متوازن بهرني سياست او د فعالې،خوځنده او هوشمندې ډېپلومېسۍ په نومونو سره څو خصوصيتونه ټاکلي دي وويل: له انډولیز او برابر بهرني سياسته مطلب او مقصد دا دی چې د ګاونډيانو په شمول د ځينو هېوادونو په اړه زمونږ ترجيح ورکول به د نړۍ له نورو هېوادونو سره له ارتباطاتو د غفلت په معنا نه وي.
هغه زیاته کړه، مونږ به د نړۍ له نورو ټولو برخو سره په تعلقاتو کښې متوازنه ډېپلومېسي خپله کړوو، يعنې له دې سره په يو وخت چې د ديارلسم حکومت د پام وړ ترجيح ګاونډيان او اېشيائي چورلیزتوب دی د اروپا په برخه کښې هم فعاله، خوخنده او هوشمنده ډېپلومېسي تعقيبووو او پر دې سربیره لاتيني امريکا او افريقه هم نه هېروو.
امير عبدالهيان واضحه کړه: له بلې خوا به مونږ له نړيوالو ادارو سره له کاره هم غفلت ونه کړوو او د نړيوالو ادارو کارکاردګۍ البته هغو خلاف ورزيو ته چې په خاصه توګه د نړيوالو تعلقاتو په تیئوریټيکل بحثونو کښې شتون لري پاملرونه کوو.